د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي افغان ګډو ځواکونو او په هوايی برید کې ۲۵ وسلوال وژلي دي

comments 0

2 Views

هندوکش- روزګان : افغان ګډو ځواکونو د تیري ورځي را په دې خوا ددغه ولایت د مرکز ترینکوټ ختیځ اړخ ته عملیات پیل کړي پر مهال يي د مسولینو په خبره ۳ کیلومتره پرمختګ کړی او د جګې هدیري سیمي ته رسیدلي دي. په دغه اړوند مو په یاده سیمه کي د ملي اردو د اووم کنډک قوماندان ډګرمن زمري وايي، هغه یادونه کوي چي تیره شپه ورباندي وسلوالو طالبانو برید وکړی چي په ځوابي برید او هوايي حملو کي ۲۵ تنه وسلوال طالبان وژل سوي چي اوس يي هم د یو شمیر جسدونه په سیمه کي پاته دي.
سمونوال محمد سردار حیاء چي د روزګان ولایت امنیه قوماندانۍ د امنیت امر دی وايي د وسلوالو طالبانو څخه يي یو شمیر وسلي هم نیولي چي شپنې دوربینونو ورباندي نصب دي.
هغه سرتیري چي تیره شپه ورباندي وسلوالو طالبانو برید تر سره کړی دی یادونه کوي چي وسلوال طالبانو د هغوی سره د مخامخ جګړې توان نه لري او هغوی ورسره په پوره مرال جګړه کوي.
د روزګان ولایت امنیه قوماندانۍ رسنیو ته په یوه استول سوي پیغام کي ویلي چي په وژل سوو طالبانو کي د هغوی ۱۰ نفره قوماندانان چي مولوي حارث او ملا مغفر هم پکښي شامیل دي وژل سوي دي. په پیغام کي ویل سوي چي دغه دوه نفره د وسلوالو طالبانو د ترینکوټ شرق طرف د جګړیز خط قوماندانان وه.
ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments