د روان کال په تړاو د امریکا وړاندوینه

comments 0

51 Views

هندوکش_ امریکا:د امریکا استخباراتو روان زیږدیز کال د افغانستان وضعیت په تړاو وړاندوینه کړې.
د امریکا د استخباراتو رییس دن کوتس وړاندوینه کړې چې، په روان زیږدیز کال کې به نه افغان حکومت او نه هم طالبان نظامي لاسته راوړنې ولري.
دن کوتس د امریکا د سنا مجلس استخبارتې څانګې ته په وینا کې ویلي، د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو او د طالبانو د بریدونو زیاتوالي ته په کتو ښایي په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شي.
هغه ویلي، که بهرني ځواکونه له افغانستان د ملاتړ په صورت کې باقي پاتې شي، نه به افغان ځواکونه او نه هم طالبان نظامي لاسته راوړنه ولري او افغانستان به د بحران په لوري نه ځي.
خو افغان ځواکونو بیا وار له مخه پر طالبانو بریدونه زیات کړي او دا ډله یې وارخطا کړې ده.
د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت لپاره ملي دفاع وزارت بیلابیلو سیمو کې عملیات پيل کړي چې زیات شمېر طالبان پکې وژل شوي دي.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments