د رواني ناروغي لاملونه / ډاکټر فصیح الله

comments 0

0 Views

د انسان په بدن کې چې څومره قوت وي هومره پرې ناروغي اثر نه شي کولای. په خوراک کې بېلابېل ویټامینونه د هرې یوې ناروغۍ درمل کېدای شي او هم یې دمخه د ناروغي مخه نیولای شي، خو کله داسې هم کېدای شی چې سره د بدني قوت او ویټامینونو انسان په یو ډول ناروغۍ اخته شي. هغه رواني ناروغي ده.
د راپورونو په اساس په هېواد کې نږدې شپېته سلنه ځوانان په رواني ناروغۍ اخته دي او درملنه یې سره د میلیونو ډالرو، چې هر کال د روغتیا وزارت ته ورکول کېږي، تراوسه نه ده شوې.
راپورونه ښیي چې په هېواد کې د نورو ناروغانو تر څنګ په ځوان نسل کې رواني ناروغي زیاته تشخیص شوې ده.
نږدې څلور لسیزې دمخه چې روسانو پر افغانستان یرغل وکړ او افغانان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول، د پاخه عمر په نارینه او ښځوکې رواني ناروغي لیدل کېده.
د کمونستانو، روسانو او په حکومت کې د خاد (شیطاني) ادارې په راپورونو به بې ګناه افغانان ونیول شول، زنداني به شول. هغه به چې په زندانونو کې له مرګه پاتې وو، په ډول ډول عذابونو ورکولو او ناخوالو ګاللو به په رواني ناروغۍ اخته شول.
پر هېواد د امریکا له یرغل را وروسته چې یو شمېر ځوانان امریکایانو په جاسوسۍ او ترجمانۍ سره له ځانونو سره مقرر کړي وو او ځینو ته یې نورې اسانتیاوې په ډالري معاشونو برابرې کړې وې، له افغانستانه د زیات شمېر بهرنیو پوځونو په وتلو سره پر دغوځوانانو ډالري چینې وچې شوې. دا ډله ځوان له دې امله او هغه یو شمېر ځوانان چې په غربي دیمکراسۍ روږدي شول، خو ډالري معاشونو په نه شتون ترڅنګ دې دویمې ډلې هم د نورو کورنیو اقتصادي ستونزو د نه برداشت له امله په رواني ناروغیو اخته شوه.
په عامه کچه ځوان نسل په څو برخو کې په رواني ناروغیو اخته شو – یو هغه چې له اقتصادي ستونزو غربي هېوادونو ته په مرګونولارو له هېواد ووتل، هلته د نه تابعیت او بې روزګارۍ له وجې په رواني ناروغۍ اخته دی. دویم هغه ځوانان چې د امریکایي پوځونو په موجودیت کې یې هراړخیزې ګټې خوندي وې، اوس ورته په نه شتون سره رواني ناروغي پیښه شوې ده. او درېم هغه ځوانان چې په هېواد کې سره د تعلیمه چې واسطه اوتنظیمي اړیکې نه لري، په بې کارۍ کې دنورو ډالري ژوند ته ګوري، په رواني ناروغۍ اخته شوي دي.
ځینې کسان چې په کورونو او یا په دفترونو کې ورسره ښه چلند نه کېږي، د نه برداشت له امله په رواني ناروغۍ اخته شوي دي. که په کورونو او دفترو کې له ځوان نسل سره، چې د کار ښه تجربه او د ستونزو د ګاللو حوصله نه لري، ښه چلند ورسره وشي امکان لري د رواني ناروغانو د ناروغیو کچه راکمه کړل شي.
په هېواد کې پر افغانانو تپل شوې جګړه، ناامني، د کورنۍ غړي او شتمني له لاسه ورکول، بې کاري، کورنی تاوتریخوالی، له خپلو مېنو بې ځایه کېدل او غربت هغه لاملونه دي چې له امله یې نارینه او ښځې په رواني ناروغۍ اخته کېږي.
تر څو چې دا ستونزې حل نه کړل شي، په هېواد کې به د رواني ناروغانو کچه نوره هم لوړه شي. د دې ناروغۍ درملنه زیات لګښت غواړي چې افغان ولس یې توان نه لري.

Share this page to Telegram

Comments