د رای ورکوونکو مالوماتي بانک جوړ شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د رای ورکوونکو وروستی لیست ترتیب او ټاکنو کې د درغلیو مخنیوي لپاره مالوماتي بانک په کار پیل وکړ.
د ټاکنو کمېسیون وايي، له دې ټکنالوژي سره د رای ورکوونکو وروستی ارقام مالومېږي او د ټاکنو نسبي شفافیت تضمین کېږي.
د ټاکنو کمېسیون کمشنر سیدحفیظ الله هاشمي وایي، له نوي سیستم سره به له اتلس کلنۍ کم عمره خلک په ټاکنو کې برخه نه شي اخیستلی.
د هاشمي په خبره، په دې مالوماتي بانک کې به د رای ورکوونکو هغه نوملړ جمع کیږي چې په هېواد کې یې د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې.
په ټاکنو د څار بنسټونو تر دې وړاندې نیوکه کوله چې کمېسیون د رای ورکوونکو مالوماتي بانک نه لري چې د درغلیو مخه پکې نیول کیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments