د رازق د قربانۍ لپاره غوښته

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د افغان اتلانو لپاره د مرستې بنسټ کابل کې د پولیسو اکاډمۍ په یو دیوال باندې د جنرال رازق عکس جوړ کړ او غوښتنه یې وکړه چې دا اکاډمي دې د جنرال په نوم ونومول شي.
له دې سره کندهار کې هم ځینو خلکو غوښتنه کړې وه چې د پولیسو اکاډمي دې د رازق په نوم شي.
د کندهار خلک وایي، د رازق د یاد ساتلو او پېښې د څېړلو لپاره دې حکومت کوټلي ګامونه واخلي.
مخکیني ولسمشر حامد کرزي د جنرال رازق له کورنۍ سره تر لیدنې وروسته له ولسمشر غني سره خبرې کړي او ولسمشر ژمنه کړې په دې تړاو د کندهار د خلکو غوښتنې مني.
کورنیو چارو وزارت په لومړي قدم کې د جنرال رازق ورور د هغه سرپرست ځای ناستی وټاکه
هراتیان هم له ولسمشره غواړي چې جنرال عبدالرزاق ته د ملي قهرمان لقب ورکړي .
دوی جنرال عبدالرازق یو زړور، مسلکي، نفوذ لرونکی او پروطن مین جنرال یاد کړ چې پر وطن يې سر ورکړ.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments