د راتلونکي کال ولسمشریزې ټاکنې وځنډېدې

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: د ټاکنو کمېسیون کمېشنر رفیع الله بیدار ويلي، د ټاکنیزو چارو د لا ښه والي او سمون لپاره ډېر وخت او کار ته اړتیا ده چې په وینا یې ښايي ولسمشریزې ټاکنې وځنډېږي.
رفیع الله بیدار ويلي، نړیواله ټولنه په دې باور ده چې دا سمون او بدلون وخت نیسي او کمېسون کې د اوسنۍ وړتیا او تخنیک له پلوه ټاکنې ناشونې دي.
هغه ویلي، تر اوسه چا ورسره د ټاکنو لپاره د پیسو برابرولو ژمنه هم نه ده کړې.
تر دې وړاندې د مشرانو جرګې او یو شمېر سیاسي کړیو هم غوښتنه کړې وه چې ولسمشریزې ټاکنې دې وځنډېږي او سولې ته دې لومړیتوب ورکړل شي.
له دې سره کابل ته د زلمي خلیلزاد تر لومړي راتګ وروسته هم داسې ګنګوسې وې چې له طالبانو سره د سولې لپاره ټاکنې ځنډېږي او ممکن لنډمهاله حکومت رامنځته شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments