د ذهني فشار د کمولو لارې

comments 0

0 Views

نن ورځ ټوله نړۍ کې ذهني فشار یوه عامه ناروغۍ باندې بدله شوي ده، ذهني فشار کې خفګان وي، نفس او زړه تنګیږي خو موږ ځینې لارو چارو څخه کار اخلو تر څو ذهني فشار کم کړو چې عبارت دي له : لږ خواږه خوړل مثلاً ایسکریم.
د ځاې پاکوالی: که خونه یا د اوسیدو ځاې مو چټل یا ګډ وډ وي دې سره هم ذهني فشار رامنځته کیږي نو باید پاک او منظم ځاې ولرو.
په زینو چټک ختل: دې ستړیا رامنځ ته کیږي چې په نتیجه کې زیات اکسیجن اخلو او اکسیجن اخیستل ذهني فشار کمولو کې مرسته کوي.
د سر مساج او ویښتان ږمنځول: د سر مساجول او ږمنځول هم وینې ته چټکتیا ورکوي چې په نتیجه کې مو دماغ ارام کیږي.
خطاطي او انځورګري: مخکې مو هم د خطاطي په اړه يو څیړنه په کابل ټکی کام کې خپره کړي وه چې چې خطاطي انسان دماغو ته ارام ورکوي ذهني فشار کموي انسان ته خوشالي ورکوي همدا شان انځور ګري هم ذهني فشار کموي.
په تازه اوبو لامبل او عطر وهل: په تازه اوبو لمبل او د ښه بوي لرونکي عطر استعمالول مو هم اعصاب اراموي.
ښه یادونه تکرارول: د ذهني فشار له منځه وړلو لپاره خپل ملګري سره پخواني ښه یادونه تکرارول او پر هغې خندا کول ګټور ثابتیږي، ځکه چې لږه خندا مو زړه ژوندی کوي او له ذهني فشار او نفس تنګۍ مو خلاصوي.

Share this page to Telegram

Comments