د د بادغیس په یوه مدرسه کې پر لس کلنه نجلۍ جنسي تیري کوونکي باید ژر تر ژره وپېژندل شي

comments 0

4 Views

هندوکش ــ باغیس: د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ټینګار کوي چې هغه کسان باید ژر تر ژره وپېژندل شي چې په بادغیس کې یې پر یوې لس کلنې نجلۍ جنسي تیری کړی دی.
د دې کمیسیون ویاند شکر اله مشکور وویل: “واقعاً د خواشینۍ ځای دی چې دا پېښه شوې ده، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دا موضوع تعقیبوي.”
د بادغیس د ښځو چارو مشرې راحلې نادري ویلي و، چې پر دې نجلۍ د پنجشنبې په ورځ د قلعه نو په ښار کې په یوې دیني مدرسې کې جنسي تیری شوی دی.
د میرمن نادري په وینا، دا نجلۍ اوس په روغتون کې بستر ده او ویلي یې دي چې د مدرسې په تشناب کې یوه کس چې مخ یې پټ و پر دې تیری وکړ.
چارواکي د دې پېښې په تړاو د اتلس مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکوي خو تر اوسه چا اعتراف نه دی.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments