د دیورند کرښې په اوږدو کې پاکستان غواړي بیا سر شمیرنه پیله کړي

comments 0

0 Views

د پاکستان معتبرې رسانې ویلي دي چې افغانستان او پاکستان د اوربند په مراعاتیدو په دې سلا شوي دي چې جهانګیر او لقمان کلیو کې سرشمیرنه پیله کړي. پاکستاني پوځ وایې چې افغان حکومت له پاکستانه غوښتي چې خپل سرتیري له دغو کلیو وباسي خو پآکستان وایې یادې سیمی د پاکستان خاورې اړوند سیمې دي. ځکه نه غواړي خپل سرتیري له دغو کلیو وباسي.
سرچینه وايي چي اوس پاکستان او افغانستان په دي سلا شوي چي د اوربند په مراعاتیدو په کلیو کي سر شمیرنه پیله کړي.
د هوکري له مخې د پاکستان سرشمیرنې دله چې د دې هیواد پوځ به یی آمنیت نیسي په دریو ورځو کې د دیورند پر فرضي کرښې سر شمیرنه پای ته ورسوي.
دا په داسی حال کې دی چې د جهانګير او لقمان کليو د مالکيت پر سر څه موده وړاندې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمينځ نښته وشوه چې له امله يې د چمن – سپين بولدک لاره تړل شوې ده. که څه هم د دواړو لوريو له خوا د يادو کليو د مالکيت د تثبيت په موخه يوه سروې وشوه چې پايلې يې د دواړو هېوادونو پلازمېنو ته واستول شوې، خو لا د يادو سروې ګانو پايلې له خلکو سره نه دي شريکې شوې.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *