د دیني علماوو فتوا له هرکلي سره مخ ده

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: په ټولنیزو رسنیو کې د دیني علماوو هغه فتوا له هرکلي سره مخ ده چې پکې د افغانستان جګړه نامشروع یاده شوې.
د ټولنیزو رسنیو اکثرو کاروونکو د دیني علماوو په ناسته باندې تبصرې کړي او دا یې د افغانستان په تاریخ کې یو بې ساری ګام یاد کړی.
عامو خلکو باور ښودلی چې د دیني علماوو له دې فتوا سره به په تاوتریخوالي کې کموالی راشي او ترهګرې ډلې به په اسانۍ و نه توانیږي چې جګړې لپاره بشري قوه جذب کړي.
د دشنبې په ورځ درې زره دیني علماوو په یو بې ساري اقدام کې د افغانستان جګړه نامشروع یاده کړه او د قرانکریم د ایاتونو او حدیثونو په رڼا کې یې قتوا صادره کړې.
د دیني علماوو په فتوا کې تر ټولو زیات ځانمرګي بریدونه غندل شوي او ځانمرګي یې جهنمیان یاد کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments