د دیني عالمانو ۲ ورځینی کنفرانس پای ته ورسید

comments 0

0 Views

هندوکش – سعودي: د رپورونو په اساس د اسلامي همکارۍ سازمان د افغانستان په اړه خپل دوه ورځینی کنفرانس تیره ورځ په مکه مکرمه کې په یوې اعلامیې پای ته ورساوه.
د ۴۳ هیوادونو ۱۱۰ سترو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او له ښکېلو خواوو یې وغوښتل چې جګړه پای ته ورسوي او د سولې او پخلاینې لپاره خبرې بیل کړي.
دوی په خپله اعلامیه کې هغه کسان دوژخیان بللي چې ځانوژونکي حملې او چاودنې کوي.
«د انفجار او انتحار عاملان په جهنم محکوم دي.» د سعودي عربستان او د اسلامي همکارۍ سازمان په کوربه توب د کنفرانس برخوالو د افغانستان له حکومت او وسله والو طالبانو غوښتي چې بیا اوربند وکړي.
د اسلامي نړۍ دیني عالمانو د سولې او پخلاینې لپاره د افغانستان د ولسمشر د وړاندیزونو ملاتړ کړی دی
د اعلامیې مهمې تکي:
– د افغانستان دولت یو اسلامي دولت دی، خلک يې مسلمانان دي، وژل یې ناروا دي د سولې او امنيت تږي دي. د مسلمان وينه تويول حرام دي او هغه څه چې افغانستان کې روان دي او هره ورځ بېګناه انسانان پکې وژل کېږي؛ د اسلام د اصولو او اساساتو سره په مخالفت کې دي.
– موږ تاکيد کوو ، چې انتحاري بريدونه چې په پايله کې يې بې ګناه خلک په نښه کيږي، همدارنګه د مسلمانانو ترمنځ خپلمنځي جګړې الله جل جلاله او د الله رسول صلی الله علیه وسلم په قطعي ثبوتونو او دلايلو سره حرامې ګرځولي دي.
– موږ په افغانستان کې روانه جګړه غندو او له ټولو ښکېلو خواو غوښتنه کوو چې د الله جل جلاله امر ته غاړه کيږي، جګړه دې ودروي، د خپلو وروڼو ترمنځ دې سوله وکړي او د فتنې دغه بل شوی اور دې مړ کړي. په همدې اساس موږ پر افغان حکومت او د طالبانو پر تحريک غږ کوو چې اوربند ته غاړه کيږدي او مخامخ خبرو ته کېني.
– بین الافغاني خبرې اترې تر ټولو غوره لار ده چې د افغان حکومت او طالبانو د تحريک ترمنځ شته کشاله هواره کړي.

– د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس جلالتماب محمد اشرف غني دهغه وړانديز تائيد کوو چې د طالبانو تحريک ته يي پکې له قيد او شرط پرته د سولې د مخامخ خبرو بلنه ورکړې، همدارنګه د دې وړانديز پر بنسټ د طالبانو تحریک د يو سياسي ګوند په توګه عمل کولی شي. موږ له طالبانو غواړو چې د افغانستان اسلامي حکومت دغه وړانديز ته مثبت ځواب ووايي او هيله کوو چې نور له تاوتريخوالي لاس واخلي او جګړه ودروي.
ندیم خپلواک

Share this page to Telegram

Comments