د دوو طالبانو په ګډون ۹ داعشیان نیول شوي

comments 0

2453 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي، د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار او ځینو نور ولسوالیو کې د دوو طالب وسله والو په ګډون ۹ د داعش ډلې غړي نیول شوي دي.
د چارواکو په خبره یادو د داعش ډلې غړو د ننکرهار په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د دولت ضد کړنو په تور او په عین وخت کې امنیتي ځواکونو دوه انسان تښتوونکي د خوګیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیولي چې د وسله والو طالبانو مهم او فعال غړي وو.
نیول شوي کسان د ننګرهار په امنیه قومندانۍ کې تر څیړنو لاندې دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments