د دولتي بستونو ازموینه برښنايي کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسون د دارالانشاء رئیس ضياء احمد عبدالرحيمزي په ننګرهار کې دولتي بستونو ازموينې د کمپيوټرايز کولو خبر ورکړ.
نوموړی، چې د د يادې ادارې د يو شمېر نورو مسئولينو په ملتيا ننګرهار ولايت ته په سفر تللی، د هغه ولايت اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په دفتر کې يې دغه څرګندونې وکړې.
مسئولينو وويل، چې په ننګرهار کې به د کابل په څېر د کمپيوټرايز ازموينې مرکز جوړوي، چې په کې به د دولتي درېمو او څلورمو بستونو ازموينه اخيستل کيږي.
دوی وايي ، چې کمپيوټرايز ازموينه ډېره شفافه ده او د هر ډول درغلۍ مخه په کې نيول شوې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments