د درملو قاچاق کیفیت ټیټ کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په کور دننه د درملو قاچاق د دې لامل شوی چې د درملو کیفیت راټيټ کړي.
خصوصي سکتور اندېښنه لري چې هېواد ته په قاچاقي توګه درمل واردېږي، چې په کور دننه یې د ټولو درملو باور له منځه وړی.
د درملو او روغتيايي محصولاتو د تنظیم ملي اداره وايي، هڅه کوي د قاچاقي او بې کیفیته درملو مخه ونیسي.
خو نیوکه بیا دا ده چې کله مسؤلې ادارې وپوښتې د مخنیوي خبره کوي خو نور غلي ناست وي او خپل معاشونه اخلي.
افغانستان ته بېلا بېل کمپنۍ درمل واردوي، چې د کیفیت له پلوه هم توپير لري.
د درملو پر کاروباریانو هم نیوکه ده چې کیفیت ته پاملرنه، نه کوي او خپلو شخصي ګټو پسې ګرځي، خو دېته نه ګوري چې د یو انسان په ژوند لوبې کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments