د درغلیو څېړلو لپاره کمېټه جوړیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ټاکنو کمیسیون په ټاکنیزه پروسه کې د ګډوډیو د عواملو څېړلو لپاره کمېټه جوړه کړه.
ټاکنو کمېسیون رییس بدیع صیاد وایي، هغه مسؤلینو چې یو شمېر مرکزونو کې یې ټاکنیزه پروسه ګډوډه کړي سزا ورکوي او د اړونده مرکزونو رایې باطلوي.
اوس ټاکنو کمیسیون د مالوماتو د راټولولو لپاره مرکز جوړ کړی چې رای وشمېرې او د ټاکنو پایلې غونډې کړي.
د ټاکنو کمېسیون د مالوماتو له مخې په نږدې نهه میلیونه ثبت شویو کسانو کې نږدې څلور میلیونه کسانو رای کارولي دي.
ناامني، په نوماندانو بې باوري او د ټاکنو کمېسیون ناسم مدیریت له نیمایي زیات خلک له رای ورکولو محروم کړي دي.
زیات شمېر کسان له دې کبله له رای ورکولو پاتې شوي چې د رای ورکوونکو په لیست کې یې نومونه نه و او یا د یو مرکز لیست بل مرکز ته تللی و.
خو له دې ټولو سره سره پارلماني ټاکنې بریالۍ بلل کیږي چې په پاکو رایو به نوماندان پارلمان ته لار پيدا کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments