د دال نخود حلوا

comments 0

1 Views

لازم مواد :
1- دال نخود نيم كيلو
2- غوړي 275 ګگرامه
3- بوره نيم كيلو
4- كهويا 125 ګرامه
5- د بادام مغز 125 ګرامه
6- پسته لږ څه
7- كوپړا لږ څه
8- شيدې يو كيلو
9- هېل دولس دانې.
د پخېدو ترتيب :
دال نخود پاك كړى او خشته يې كړى. دوه ساعته وروسته د دې اوبه توى كړى او نخود وچ كړى شيدې ور واچوى او پر اور يې كښگـېږدى. چي پاخه سي. كله چي پاخه سول شيدې يې وچي سوې راكښته يې كړى او په مكسر يا اونـګ كي يې ميده كړى بيا په غوړو كي د هېل دانې واچوى چي غوړي ښه سره سول دا ميده دال نخود ور واچوى او سره يې كړى.
وروسته كهويا ور واچوى او سره يې كړى كله چي كهويا سره سول بوره ور واچوى او سره كوى يې بيا كوپړا هم ور واچوى او سره كوى يې كله چي ښه پر غوړو راغلل راكښته يې كړى. بادام او پسته ميده كړى پر سر يې ور وپاشى.
دا د دال نخودو حلوا به ډېره خوندوره وي.

Share this page to Telegram

Comments