د داعش ډلې پيښوری مسوول ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د نازیانو ولسوالۍ لعل منډوي سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د داعش وسله والو نظامي مسئول سيد ولي، چې د خيبر پښتونخوا اوسيدونکی دی له خپل یو ملګري سره ووژل شو.
د خبرپاڼې په لیکنه، دغه راز د غني خېلو ولسوالۍ ګولايي سيمه کې بې پيلوټه الوتکې بريد کړی، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو درې پاکستاني غړي وژل شوي دي.
د سرچینې په خبره، ننګرهار کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې د سره رود ولسوالۍ ککړک سیمه کې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو د ماينونو جوړولو ماهر چې په اسامه مشهور دی د يو بل غړي او يو ميل کلاشنکوف سره نيولي دي.
په همدې حال کې تر شک لاندې ۴ تنه نور هم نيول شوي چې د ملي امنيت ځانګړې قطعې له ځان سره بيولي دي.
خبرپآڼې زیاته کړې چې د مرغومي په ۲مه سهار شاوخوا اووه بجې د هسکې مېنې ولسوالۍ مريز کنډو سيمه کې پولیسو او داعش وسله والو جګړه کړې چې په ترڅ کې يې يو داعش وسله وال وژل شوی او ۲ ټپیان شوی دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *