په کنړ کې دوه لوړپوړي داعشيان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کونړ : کونړ کې سیمیز چارواکو پژواک خبري آژانس ته ویلي د اسلامي دولت ډلې دوه مشران وژل شوي دي.
جمعه ګل همت د کنر امنیه قومندان وایي په دغه هوایي برید کې چې یکشبنې په ورځ له غړمې وروسته ناوخته په وټه پور ولسوالی کې ترسره شوه، په ترڅ کې پنځه کسان وژل شوي.
هغه زیاته کړه، چې لومړنی معلومات ښیي په وژل شویو کې د داعش وسله والو د جلب او جذب مسوول او د یاد ډلې مالي مسوول هم شامل دي.
د همت په وینا، د درې نورو کسانو هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
نوموړي زیاته کړه چې ، د داعش دغه دوه تنه لوړپوړي مشرانو غوښتل د جګړې لپاره له کونړ ولایت څخه ځوانان په خپلې لیکو ته جلب کړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *