د داعش په تړاو د دوستم انديښنه

comments 0

3 Views

هندوکش – جوزجان: د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم خبرداری ورکړی چې داعش جنګیالي به د طالبانو ځایناستي شي.

دوستم جوزجان ولایت کې خپلو پلویانو ته ویلي، که طالبان جګړه بس کړي نو پر ځای به یې داعش جنګیالي د افغانستان اوږده جګړه مخې ته بوځي.

دوستم ویلي چې افغانستان کې د داعش ډلې موجودیت د اندېښنې وړ موضوع ده.

هغه پلویانو ته ویلي چې د داعش په تړاو یې خپلې اندېښنې له ولسمشر سره شریکې کړي او ډاډ یې ښودلی چې افغان ځواکونه به دغه ډله وځپي.

دوستم په داسې وخت کې د داعش ډلې په تړاو اندېښنه ښودلې چې دغې ډلې په کابل ښار کې د یو شمېر بریدونو مسوولیت په غاړه اخېستی دی.

سولې ته د رسیدو لپاره له حکومت غوښتنه ده چې طالبانو سره په احتیاط مخکې لاړ شي، ځکه د دې ډلې سره له سولې وروسته به داعش ډله فعالیت زیات کړي.

نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments