د داعش مهم مرکز نیول شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: افغان ځواکونه وایي په ننګرهار کې یي د داعش د خراسان مرکز نیولی دی.
یوې سرچینې رسنیو ته وویل چې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې یي له تېرې ورځې راهیسې ځمکني عملیات هم پیل کړي دي.
سرچینه وایي، د هسکې مېنې ګورګورۍ سیمه چې د داعش خراسان مرکز و اوس په کې افغان ځواکونه ځای پرځای شوي دي.
سرچینه وایي، دا ځل هغه سیمې چې له داعشه یي نیسي امنیتي پوستې په کې جوړوي.
سرچینه وایي، په دغو عملیاتو کې بهرني ځواکونه هوایي ملاتړ کوي او کمانډو ځواکونو ځمکني عملیات پیل کړي چې یو شمېر سیمې یي له داعشه نیولي دي.
له تازه جګړو شاوخوا سل کورنۍ هم کډه کولو ته اړې شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments