د داعش مهم قومندان ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: راپورونه وايي، ننګرهار کې د داعش نظامي مسئول په ګډون د دې ډلې څلور غړو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، چپرهار ولسوالۍ کې د داعش ډلې د هسکې مېنې نظامي مسئول په ګډون دوه داعش وسله وال ووژل شول او دوه ټپيان شول.
د خوږیاڼي د معلوماتو له مخې تېره ورځ پولیسو او ملي اردو د يادې ولسوالۍ په کنډي باغ سيمه کې ګزمه کوله، چې پرې داعش وسله والو بريد وکړ او په ځوابيه برید کې داعش وسله والو ته ياده مرګ ژوبله واوښته.
د يو بل خبر له مخې ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ د شنډي توت سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې چاڼيز عمليآت کړي، چې پرې وسله والو مخالفينو بريد کړی او کوم زيان نلري.
له بريد وروسته پنځه تنه تر شک لاندې نيول شوي او ترې پوښتنې روانې دي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply