د داعش له جګړې بې ځایه شویو سره مرسته وشوه

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې د خوږیاڼو ولسوالۍ له بیلابیلو سیمو څخه بې ځایه شویو ۷۶۰ کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د کډوالو رییس وايي، څلور سوه او شپیته کورنیو سره یې د چمتلې په ډاګ کې نغدي او درې سوه نورو کورنیو سره یې د خوراکي توکو او اسبابونو مرسته کړې.
د کډوالو رییس غلام حیدر قفیرزي زیاته کړه،په نغدي مرسته کې یې هرې کورنۍ ته ۱۸،اتلس زره افغانۍ نغدې ورکړې اوهغه کورنۍ چې د پخلنځي له وسائلو برخمنې شوې،وړاندې یې ورسره د څوارلس، څوارلس زره افغانېو نغدي مرسته کړې وه.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *