د داعش سره د اړیکو په تور یو کس نیول شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – ننگرهار: د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وایي، يو تن داعش سره د اړيکو په تور او دوه عرادې بې خاونده موټرونه ونيول شول
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، د هسکې مېنې ولسوالۍ خم سيمه کې پولیسو د پلټنو پر مهال د فهيم الله په نوم يو تن داعش ډلې سره د اړيکو په تور نيولی دی.
دغه راز خوږیاڼي وایي، پولیسو د روداتو ولسوالۍ چغري سيمه کې يو عراده فيلډر او د بهسودو ثمر خېلو سيمه کې کرولا ډوله موټرونه نيولي دي.
د معلوماتو له مخې يادو دوو عرادو موټرونو سره چلوونکي نه و او پولیسو د پلټنې په موخه له ځان سره خپلو قرارګاو ته وړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply