د داعش د نابودۍ ورځې/ بریالی ویاړ

comments 0

0 Views

لکه افغان ځواکونو چې ژمنه کړې وه چې ننګرهار او ختیځ به د داعش په هدیره بدلیږي، دا ژمنه پوره شوه، داعش ډله تر داسې سختو بریدونو لاندې ونیول شوه چې ځینې یې ووژل شول او ځینې نور يې تسلیمیدو ته مجبور شول.
داعش داسې خیالونو کې ډوب و چې ننګرهار به د خراسان مرکز باندې بدلوي او بیا به له دې ځایه د افغانستان نور ولایتونو نیسي، خو دا ډله په یو څو ولسوالیو کې محدود وساتل شوه او بیا داسې له منځه لاړه چې هیڅکله یې فکر نه کو.
افغان ځواکونو دې ډلې باندې شپه او ورځ عملیات وکړل چې لومړی یې له زور وغورځوله او بیا یې پسې واخیستل چې بالاخره تسلیمۍ ته اړ شول.
یواځې دوه اوونیو کې شپږ سوه داعش وسله وال اچین ولسوالی کې افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي چې دا شمېره تر بل هر وخت لوړه ده.
تېره ورځ هم د دې ډلې ۷۰ نور غړي کمانډو ځواکونو ته تسلیم شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل و.
د داعش ډلې اکثره وسله وال له ډيورنډ کرښې هاغاړې اورکزیو سره تړاو لري او دا قوم په لویه برخه کې د داعش ډلې سره و چې بالاخره یا ووژل شول او یا تسلیم شول.
تاسو ولیدل چې ولسمشر غنی د هسکه مېنه ولسوالۍ قربانیانو سره د غمرازۍ لپاره تللي و او هلته یې ژمنه وکړه چې دا ډله به سږکال له منځه ځي او اوس داسې ښکاري چې دا ډله له بیخه وتونکې ده.
داعش ډلې او وسله والو یې په داسې خیال جګړې پيل کړې چې ګنې افغانستان نظام هیڅ پوځي او امنیتي ځواک نه لري چې دوی به وځپي خو څلور کاله وروسته ورته مالومه شوه چې افغان ځواکونه داسې وړتیا لري چې هره دښته، غر او ځنګل کې ترهګر په نښه او له منځه یوسي.
څلور کاله به د داعش ډلې فعالیت نه وی اوږد شوی، خو دا چې داعش ډلې د طالبانو تر خطونو شاته فعالیت کو، د افغان ځواکونو کار یې سخت کړی و.
چرته چې داعش و، لومړي خط کې ورته طالبان و او افغان ځواکونو ته په اسانۍ اجازه نه وه چې داعش ډله وځپي ، طالبان و چې دې ډلې ته یې بستر برابر کړی و، او دا ډله یې تر خپلو وزرونو لاندې ساتله.
که طالبان نه وی، داعش ډلې یو کال فعالیت هم نه شو کولی، همداسې نورې ترهګرې ډلې چې د طالبانو تر سیورې لاندې فعالیت کوي، که طالبان نه وي هیڅ ډله به له افغان ځواکونو خوندي نه وي.
پر خپلو ځواکونو باور ولرئ، دا خو داعش وه، طالبان به هم ورسره نابود کړي، خو دا چې طالبانو سره ځینو سیمو کې خواخوږي شته او ځینې نورو سیمو کې یې خلک په زور ملاتړ ته مجبور کړی، طالبان پرې ځآنونه ساتي.
که طالبان له مدرسې، جومات او کلیو څخه خپل سنګرونه وباسي، دوه ورځې ژوند هم نه شي کولی، خو دا چې افغان ځواکونه د ملکی وګړو ژوند خوندیتوب ته ژمن دي، طالبان په کلیو کې ازادانه فعالیت کوي.

Share this page to Telegram

Comments