د داعش د تنظیم درې مرکزونه ویجاړ شوي

comments 0

20 Views

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار ولايت نازيآنو ولسوالۍ بار خيلو سيمه کې د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د داعش وسله والو د تروريستي بريدونو د تنظيم درې مرکزونه لمنځه وړل شوي.
د ننګرهار ولایت مقام د معلوماتو له مخې د دغه عملياتو پر مهال د دوو بهرنيانو په ګډون څلور داعش وسله وال وژل شوي او د دوی يو شمېر سپکې او درنې وسلې لمنځه وړل شوي.
په ورته وخت کې د يادې ولسوالۍ مربوطاتو کې د داعش وسله والو پر پټنځايونو هوايي بريدونه هم شوي، چې ورته درانه تلفات اوښتي خو تر دې دمه کره معلومات ندي ترلاسه شوي.
د ننګرهار د شینوارو په څو ولسوالیو کې داعش وسله وال فعالیت کوي چې د افغان ځواکونو تر بریدونو لاندې دي او نږدې هره ورځ پرې بریدونه کوي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments