د داخلي بې ځایه شویو لپاره د مرستې غوښتنه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت غوښتنه کړې، چې افغانستان کې له داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره دې نړیواله ټولنه مرستې وکړي.
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ویلي، په دې وروستیو کې ډیری بې ځایه شوې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي او باید لاسنیوی یې وشي.
بلخي، له مرستندویه هېوادونو او نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې له بې ځایه شویو کورنیو سره مرستې وکړي.
عالمي بلخي ویلي، سږ کال په افغانستان کې د نا امنیو او وچکالۍ له امله شاوخوا ۷۵۰ زره کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
ډیری دغه کورنیو د فقر له امله خپل اولادونه هم پلورلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments