د خیبر پښتونخواه په کوهستان سیمې کې ترافیکې پیښې 33 کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – پښتونخواه: د راپورونو له مخې دغه پېښه د خیبر پښتونخوا په کوهستان سیمه کې شوې ده.
په دغه سیمه کې موټر پر یوه غرنۍ لار روان و، چې د پله د ماتېدو له امله کندې ته لوېدلی دی.
په پېښه کې د څلورو مېرمنو په ګډون ۲۴ کسه وژل شوي او ۹ کسه نور ټپیان دي.
تر اوسه ځایي امنیتي چارواکي په دې نه دي بریالي شوي چې د وژل شوو کسانو جسدونه راوباسي.
د خیبر پښتونخوا په کوهستان کې وخت ناوخت دغه ډول خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي او لامل یې هم د لارو خرابوالی ښودل شوی دی.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments