د خپلې معدې روغتیا ته پام ولرئ!

comments 0

0 Views

اغېزمن او سالم خواړه په دوه معناوو دي لومړی دا چې باید خواړه پاک وي دمعدې ډیرې ستونزې دناپاکو خواړو له امله پيدا کیږي دمثال په توګه په افغانستان کې د جادریا او آمیب پرازیتونه دمعدې او کولمو لویه ستونزه ګڼل کیږي ډیری ناروغان چې په جاردیا اخته وي ممکنه ده ډیره موده د معدې د زخم یا ټب درمل وخوري چې هیڅ ګټه به نه لري په هر صورت حتي د معدې دزخم عامل هم ډیرځله د هیلي کوباکټرپیلور په نامه یو میکروب دی.
.دمعدې د سالم ساتلو لپاره بله مهمه دا ده چې خواړه ډیر او په یو وار ونه خوړل شي ځکه که په یو ځل خواړه وخوړل شي معدې ېې هضمولی شي خو نورې ستونزې به له ځان سره ولري .
دغه راز سره کړي خواړي او مسالې هم دمعدې لپاره ستونزې پيدا کولاي شي ډیر سور او ګرم چاي هم ویل کیږي دمری دسرطان یو عامل بلل شوی دی . له ډیرو غوړو خوړو پرهیز وکړئ میوه اوسبزیاني چې فایبرژ ولري ډیر استعمال کړئ اوس چې د روژې مبارکه میاشت ده هڅه وکړئ په روژه ماتي کې په یوځل ډوډۍ هغه هم غوړ او دمسالې درلودونکي خواړه ونه خورئ.
د پروبیوتیک په نامه یو ډول مکمل خواړه پيدا کیږي چې د کوملو دښو او بد میکروبونو ترمنځ تعادل ساتی په نورو هیوادونو کې پریمانه پیدا کیږي خو ممکنه ده په افغانستان کې نه وي البته دغه مواد په مستو کې موندل کیږي که مستې وخورئ ښایي درسره مرسته وکړي.
سترس او روحي فشار له ځانه لیرې کړئ د معدې لوي مشکل د سترس له امله وي د سترس دلیرې کولو ډیر طریقې شته دمثال په توګه یوه عام خبره چې په اروپا کې ډیر پرې عمل کیږي هغه دا چې ټول ډاکټران خپلو ناروغانو ته وايي پر هغو کارونو سر مه خوږوه چې ستا له وسه بهر وي او ته ېې نه شي کنټرولولی که په د غو کارونو فکر وکړې له ستونزو او سترس پرته بله نتیجه نه لري.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply