د خپلمنځي جنګونو يو اهم سبب / مولوي جلال الدین حقیار

comments 0

0 Views

په اسلامي ملکونو کې د دولتونو او د هغوی د مخالفينو ترمينځ د روانو جنګونو په اساسي اسبابو کې يو د دين د حکمونو باره کې د فهم، تعبير او ارزونې اختلاف دی.
دلته موږ د ځينو اختلافي مواردو په هکله غږېږو:
(1) تر ټولو اول شی چې د مسلمانو دولتونو او د هغوی د جنګي مخالفینو د اختلاف سبب دی هغه د مُوالات تفسير او وضاحت دی.
مخالف اړخ عموماً هر هغه تعلق او رابطې ته د ممنوع او حرام مُوالات بلکې د کفر مُوالات نوم ورکوي چې دولت يې له بهرني دولتونو سره لري، حال دا چې نه هره رابطه او تړون په مُوالات کې راځي او نه هر مُوالات کفر وي بلکې ځينې مُوالات حرام وي او ځينې کفر وي او ځينې رابطو او تعلقاتو ته مخالفین د خپل فهم مطابق د حرام يا ممنوع مُوالات نوم ورکوي، حال دا چې د دولتونو په حساب کې هغه د معمول مطابق عمل وي او له سره د مُوالات په کتار کې راځي هم نه. لکه له کفارو سره ملاقات، راشه درشه او يا د يو شريک مصلحت او فايدې لپاره له یو بل سره مرسته کول چې د مسلمانانو په کې خير وي او دا ډول نور صورتونه په مُوالات کې نه راځي.
(2) دويم د اختلاف سبب په کفر اکبر او کفر اصغر کې فرق نه کول دي، کفر اکبر هغه چې انسان پرې له دين اسلام څخه وځي او مرتکب يې د قيامت په ورځ دايمي جهنمي وي او کله چې کفر مطلق ذکر شي نو همدا کفر اکبر ترې مراد وي.
بل کفر اصغر دی، له دغه کفر څخه مراد هغه اعمال وي چې شرع ورته کفر ويلی دی خو د قرآن او سنت له نورو دلايلو نه دا خبره ثابته وي چې د دغو اعمالو مرتکب له اسلام څخه نه وځي او دايمي جهنمي هم نه وي.
خو د دولتونو په ضد جنګېدونکي اوسني او پخواني خلک د دغو دواړو قسمونو ترمینځ تفريق نه کوي او په نتيجه کې لوی ناورين رامينځته کېږي.
(3) دريم د اختلاف سبب د نوع د کفر او د عين د کفر ترمینځ فرق نه کول دي. دلته له کفر النوع نه مراد هغه اعمال يا عقايد دي چې شرعاً ثابت وي چې دا کفر دي او له کفر العين نه مراد دا دی چې د کفر حکم د دغو اعمالو د مرتکب په حق کې ثابتېدل. ډېر خلک په دې موضوع کې په خلط او ګډوډۍ کې مبتلا کېږي، هغوی دا خيال کوي چې د دواړو په مينځ کې تلازم دی او چا چې هم د کوم مُکفر ارتکاب وکړ دغه انسان په تلقايي ډول کافر شو بې له دې چې د هغه په حال کې غور وکړی شي او د کفر د حکم له لګولو نه مخکې د تکفير د شرطونو د پوره کېدو او د موانع د منتفي کېدو باره کې غور وکړی شي. ځکه چې کله خو داسې وي چې د تکفير لپاره په کې شرطونه پوره نه وي او يا شرطونه پوره وي خو موانع ترې منتفي نه وي.
شيخ الإسلام ابن تيميه رحمه الله تعالى وايي: “وهكذا الأقوال التي يكفر قائلها قد يكون الرجل لم تبلغه النصوص الموجبة لمعرفة الحق، وقد تكون بلغته ولم تثبت عنده، أو لم يتمكن من فهمها، وقد يكون قد عرضت له شبهات يعذره الله بها، فمن كان من المؤمنيـن مجتهدا في طلب الحق وأخطأ فان الله يغفر له خطأه كائنـا ما كان، سواء كان في المسائل النظرية أو العملية، هذا الذي عليه أصحاب النبي صلى الله عليه وسلم وجماهير أئمة الإسلام”. (مجموع الفتاوى لابن تيمية (23/346.)
نو د تكفير مطلق او تكفير معين ترمینځ په تفريق کولو سره ډېر هغه اشکالات زايله کېږي چې اوسني او پخواني تکفيريان په کې واقع دي.
(4) يو بل سبب د اختلاف په احتمالي خبره باندې هم د کفر حکم لګول دي. له دولتونو سره جنګېدونکي خلک زياتره په احتمالي خبره باندې هم د کفر حکم لګوي. مثلاً هغه څوک چې جمهوريت او ديموکراسۍ د حکومتونو د چلولو لپاره يوه وسيله ګڼي د دولتونو مخالفين يې دغه عمل هم د کفر ګڼي او مرتکب ته يې کافر وايي. حال دا چې دا خبره قطعي او یقيني نه ده.
(5) يو بل سبب چې د جنګېدونکو ډلو او دولتونو ترمينځ د جنګ سبب دی هغه په لازم سره تکفير کول دي. له لازم القول، يا له لازم المذهب نه مراد دا دی چې انسان د يو مذهب اعتقاد ولري يا پر يو قول باندې قول وکړي چې له هغه نه بل شی يا خبره لازمېږي چې دغه لازم شوې خبره د دغه انسان په زړه کې هم نه وي تېره شوې. محققين همدا وايي چې لازم القول د دغه قايل د قول په طور نه حسابېږی او همدارنګه لازم المذهب د دغه شخص مذهب نه منل کېږي څو پورې چې پر ځان يې د دغه لازم القول يا لازم المذهب التزام نه وي کړی.
ابن تیميه رحمه الله فرمايي: ولو كان لازم المذهب مذهبا للزم تكفير كل من قال عن الاستواء أو غيره من الصفات أنه مجاز ليس بحقيقة؛ فإن لازم هذا القول يقتضي ألا يكون شيء من أسمائه أو صفاته حقيقة” ( مجموع الفتاوى (20/217)
ابن حزم رحمه الله وايي: “أما من كفر الناس بما تؤول إليه أقوالهم فخطأ لأنه كذب على الخصم وتقويل له ما لم يقل به، وإن لزمه فلم يحصل على غير التناقض فقط، والتناقض ليس كفرا، بل قد أحسن إذ فر من الكفر… فصح أنه لا يكفر أحد إلا بنفس قوله ونص معتقده ولا ينتفع أحد بأن يعبر عن معتقده بلفظ يحسن به قبحه لكن المحكوم به هو مقتضى قوله فقط ” ( الفِصَل في الملل والأهواء والنحل لابن حزم (3/139)
او داسې نور بې شمېره مثالونه شته، نو دا ټول هغه موارد دي چې د فهم او تعبير اختلاف په کې دی او د خپلمنځي جنګ په اسبابو کې دا يو اهم سبب دی، د دې حل همدا دی چې د ټولو اړخونو علماء سره کېني او پر دغو موضوعاتو تحقيق او غور وکړي او له روان ناورين نه د وتلو کومه معقوله لاره راوباسي.
او دا ځکه چې که یوه ورځ هم په دې کې تاخير کېږي په سلګونو کورنۍ د غم په ټغر کېني او د يتيمانو او کونډو په لښکرو کې زياتوالی راځي.
فإلى الله المشتكى وهو المستعان.

Share this page to Telegram

Comments