د خولې بد بوې څرنګه کمولی شو

comments 0

0 Views

کله چې موږ ډوډۍ خورو نو د خوراک څخه وروسته د ډوډۍ واړه زرات په غاښونو کې پاتې کیږي کله چې موږ غاښونو برس کوو بیا هم کله کله دغه واړه زرات په غاښونو کې پاتې کیږي چې دغه زرات د وخت په تېریدلو سره خوسا او خوله ورسره بوی کوي.
اکثره کمپني دا ادعا کوي چې زموږ د غاښونو ټوت پیسټ ډیر ښه ده ځکه اجزا پکې ډیري دي غاښونو ښه پاکوي خو بیا هغسي نتیجه نه ورکوي دا چې دغه ټوت پیسټ د ډیرو کیماوي موادو درلودونکي دی د غاښونو تر څنګ بدن باندې هم بد اثر کوي راځئ داسې قدرتي او اسانه طریقه درته وښايو چې کم مصرفه او ګټوره ده.
مواد:
یو پیاله ګرمې اوبه
یو کاشوغه شات
نیمه کاشوغه دارچیني میده شوي
دوه لیمو
یو کاشوغه سوډیم بائ کاربونیټ
د جوړولو طریقه:
د لیمو نه به اول اوبه وباسي او بیا پکې شات واچوئ له دې ورسته دارچیني ورسره یو ځاې کړي، بیا به يې له ګرمو اوبو سره یو ځاې کړي (دا ټول یو ځاې کړي مواد به په شیشي بوتل کې اچوئ).
اوس به له دغه محلول څخه د ورځې یو ځل غړغړه کوئ، په دغه محلول کې د شته اجزاو له امله د خولې بوي او بکتریا له مینځه ځي.
دارچیني د خولې بکتریا وژني، شات خپله د بکتریا ضد خاصیت لري او سوډیم بائ کاربونیټ یا د اوړو سوډا د غاښونو په ځلا کې مرسته کوي.

Share this page to Telegram

Comments