د خوست ګردیز لار وتړل شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – خوست: د خوست اسماعېل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ حسن محمد کلي نن د خوست_ګردېز لار تړلي.
‎دوی وایي، که د پولیسو له لورې یې نیول شوي لس کسان خوشي نه شي او غوښتنې یې و نه منل شي تر هغې به لاریونونو ته دوام ورکړي.
‎د حسن محمد کلي اوسیدونکې په دې تورن دي، چې د صنعتي پارک ځمکه یې غصب کړي او کورونه یې پرې جوړ دي.
‎خو دوی بیا یاده ځمکه خپله بولي.
‎د یادې سیمې اوسیدونکي د ولسوالۍ تړلو ګواښ هم کوي.
‎امنیه قومندان تیره ورځ ویلي وو، چې نیول شوې لاریون کوونکي له څيړنو وروسته خوشي کیږي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments