د خوست پولیسو د نشه یې توکو اوه پلورونکي نیولي دي

comments 0

3 Views

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارته په خپور شوي خبر کې راغلي چې، خوست کې د نشه يي توکو د پلور په تړاو اوه تنه ونیول شول.
د خوست ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې یو لړ عملیات او پلټنې ترسره کړې، چې په ترڅ کې یې د نشه يي توکو اوه پلورونکي نیولي دي.
د یادو عملیاتو پرمهال څلور کیلوګرامه نشه يي توکي د چرسو او شیشه له ډوله او ۲۰ بوتله الکولي څښاک د پولیسو له خوا کشف او ضبط شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments