د خوست هوايي ډګر د جوړیدو هوکړه لاسلیک شوه

comments 0

12 Views

هندوکش – خوست: د خوست ولایت هوایي ډګر د ترمینل جوړیدو په ګډون د ۴ رغنیزو پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د خوست ولایت د هوایي ډګر ترمینل ، د اې ټي ام ودانۍ او د وسایطو تم ځای د حکومت له پراختیایي بودیجې ۹۹۱ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې  ۲۴ میاشتوکې به بشپړ شي.

د مالیې وزارت سرپرست او د ایټالیا سفیر  د ۶۵ میلیون یورو په ارزښت د هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې ـ دویم پړاو د جوړولو لپاره د پور د ورکړې هوکړه، د نږدې یو عشاریه درې میلیونه یورو په ارزښت د احصائیوي سیسټم د پیاوړتیا  لپاره د ایټالیا د مالي مرستې هوکړه  او په هرات، فراه، غور او بامیان ولایتونو کې د نفوسو د هر اړخیزې او دوامداره پراختیا لپاره د ۴ میلیونه یورو په ارزښت د مالي مرستې هوکړه لاسلیک شوه.

له دې سره ارګ ویلي ولسمشر غني د یو لوړ پوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ ترکمنستان هېواد ته په رسمي سفر ولاړ.

عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments