د خوست نوي جوړیدونکي هوایي ‌ډګر ته الوتنې پیل شوې

comments 0

2025 Views

هندوکش – کابل: د کام ایر خصوصي هوایي شرکت الوتکه پرون د خوست پر نوي جوړیدونکي هوایي ډګر کې ښکته شوه.
د خوست والي محمد حلیم فدایي وایې چې د خوست هوايي ډګر ترمینل لا نیمګړی دی او په بشپړیدو سره به د بهرنیو هېوادو نه هم الوتکې راشي او خوست به د نړۍ سره وصل شي.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې رئیس پرون وویل چې د ترمینل تر بشپړېدو وروسته به نړیوال پروازونه هم پیل شي.
د خوست سوداګر وايي چې د نړیوال هوايي ډګر فعالیدل د دوی د تجارتي مالونو له خرڅلاو، په ځانګړي ډول، نړیوالو مارکېټونو ته د جلغوزو له صادراتو سره مرسته کولای شي.
د خوست خلک له افغان حکومت مننه کوي چې خوست ته یې هوايي ډ‌ګر جوړ کړو
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments