د خوست د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۹ تنه محلي پولیس له زده کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ شول.

comments 0

0 Views

هندوکش ــ خوست: د خوست ولایت د امنیه قوماندانۍ له لوري په هندوکش ته په استول شوي خبرپاڼه کې راغلي چې پرون چهارشنبه د روان لمریز کال د جدي د میاشتې په ۴ مه نیټه د خوست د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۹ تنه محلي پولیس له څلور هفتو زده کړو وروسته فارغ شول.
د فراغت په دغو مراسمو د خوست امنیه قومندانۍ امنیت امر نجیب الله ”عیني“ په ګډون یو شمیر افسرانو، ساتنمنانو او سربازانو هم ګډون کړی وه.
یاده غونډې ته د خوست امنیه قومندانۍ امنیت امر سمونیار نجیب الله ”عیني“ هم خبرې وکړې نوموړي ټولو فارع شویو محلي پولیسو ته د مبارکۍ ترڅنک د ولسونو سره په ښه چلند ټنیګار وکړ ده وویل چې اوس مهال په سویل ختیځ زون کې زیات کسان په تعلیماتو بوخت دي چې په بېلابېلو ولایتونو کې خپل تعلیمات ترسره کوي یاد کسان به د روزنیز تعلیماتو ذدګړو وروسته فارع شي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments