د خوست اوسیدونکي له حکومت سره په هره برخه کې همکاري کوي

comments 0

18486 Views

هندوکش-خوست: د خوست ولایت یو شمېر اوسیدونکي وایي چې د دې ولایت اوسیدونکي له حکومت سره پراخه همکاري لري ځکه خوست په هره برخه کې پرمختګ کړی دی او خلک یې د ژوند له ډېرو سهولتونو برخمن دي. دوی وایي هغه ولایتونه چې نسبي پکې امنیت خراب دی ځایي اوسیدونکي دې یې له حکومت سره همکارۍ پیل کړي په لنډه موده کې ممکنه دا چې سیمه به یې ارامه شي او بېلابېلو پرمختګونو ته به زمینه برابره شي.
خوستوال وایي خوست سره لدې چې سرحدي ولایت دی او د نورو سیمو په نسبت په سرحدې ولایتونو کې امنیتي ننګونې زیاتې وي، خو دا چې د خوستوالو خپله په نظام او خاوره زړه بدیږي یاد سرحدي ولایت یې دومره امن کړی دی چې هېڅ راز تروریستي فعالیت ته پکې د حکومت مخالفې ډلې زمینه نشي برابرولی. دوی د اختر په شپو او ورځو کې د امنیتي ځواکونو هڅې هم ستایي.
د خوست اوسیدونکي وایي په پوره توان به هڅه وکړي چې له حکومت په ځانکړي ډول له نظامي ځواکونو سره همکارۍ لا زیاتې کړي تر څو لا په سهولت او ارامۍ کې ژوند وکړي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments