د خوست اوسیدونکي، طالبان دې د جګړې پرځای سولې ته لومړیتوب ورکړي

comments 0

13 Views

هندوکش ــ خوست: د خوست ولایت په مرکز کې ځوانانو او د مدني ټولنو استازو دیوه سولیز لاریون په ترڅ کې جګړه وغندله او په سوله یې ټینګار وکړ.
یاد ځوانان وايي، نور ولسونه له جګړې ستړي شوي او د سولې غوښتونکي دي، دوی له طالبانو او د جګړې له ښکېلو غاړو څخه غواړي، چې سولې ته لومړیتوب ورکړي، ترڅو خلک وکولای شي، په ارامه فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
مدني فعالان وايي، طالبانو ته داځل ښه فرصت په لاس ورغلي، چې خپلې غوښتنې د جګړې پرځای د سولې له لارې مطرح کړي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments