د خوجه اصف ټویټ ته د بېلا بېلو مطرحو کسانو ځوابونه/ نوید احمد څرک

comments 0

1 Views

خواجه محمد اصف دا عکس خپور کړى او ورسر ليکلي یې دي:(زور تاسو لر‌ئ، خو خداى له موږ سره دى، الله اکبر)
خواجه اصف د نوازشريف په مشرۍ د پاکستان د مسلم ليګ ګوند غړى دی او د دوى د حکومت د واکمنۍ پر مهال امريکا د پاکستان له خاورې په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته اکمالات کول او پاکستان کې يې پوځي اډې جوړې کړې وې.
وحيد عمر:((د چا په اړه چې تا ليکلي، خداى ورسره دى، هغه تاسو په زندان کې اچولى او شکنجه کړى او هغه مهال ته د دفاع وزير وې. کله چې خواجه اصف د دفاع وزير و، پاکستاني طالبانو په پېښور کې ١٤٠زده کوونکي ووژل، ايا هغه مهال هم خداى له پاکستاني طالبانو سره و؟))
نجيب ننګيال:((الله د هغو ملګرتيا نه کوي چې مسلمانان وژني، د ترياکو قاچاق کوي، اختطافونه کوي، مسجدونه، مکتبونه او سړکونه ړنګوي. الله چې له چا سره و، هغوی په درویشت کالو کې نیمې نړۍ ته اسلام خپور کړ.))
افغان ژورنالېست صادق ترابزی:((همدې پاکستان لس کاله ملا برادر په زندان کې ساتلی و، ایا نعوذ بالله خدای نه دی خبر؟ همدې پاکستان ملا برادر د ترهګر په صفت زندان کې ساته چې امریکا راخلاص کړ، همدې پاکستان همدا طالبان په امریکا دانه دانه خرڅ کړل او په بدل کې یې ترې پیسې واخیستې، ایا څوک نه دي خبر؟))
نجيب الله احدي:((خداى نه ستاسو دى او نه هم زورواکو، دا زموږ د افغانانو جبر او مجبوريت دى چې تاسو خوښ ياست، له ټولو مسايلو زموږ اوسنى نسل خبر دى.))
ويس بارکزی:((دا نا ممکنه ده چې ترهګري او پاکستان دې سره جلا شي.))
افغان ليکوال مجيد قرار:((ځينې خبرې رمزي او په کوډونو کې وي. بالخصوص، کله چې د بهرنيو چارو د وزير په کچه يو ډيپلومات خبره کوي، له هغې هېڅکله ظاهري معنا مه اخلئ. مطلب دا چې د خدای لښکر به موږ ستاسې له زور سره يو ځای کوو او يو ځای کړی مو دی او ستاسې د اهدافو لپاره مو پرله پسې کارولی دی.))
د کوزې پښتونخوا يو شمېر مشرانو هم د خواجه اصف پر ټويټ کلکې نيوکې کړې دي.
د پښتون ژغورنې غورڅنګ منظور پښتون:((د پاکستان دولت چې تر اوسه له امريکا ميلياردونه ډالر اخيستي، هغه د چا لپاره وو؟))
محسن داوړ:((خداى نه ظالم دى او نه هم له ظالمانو سره دى.))
افراسياب خټک:((د دوه خبرو سپيناوى اړين دی، طالبان د پاکستان په مرسته پر افغانانو واکمن شول، خو د همدې طالبانو واکمني بيا د پاکستان په مرسته بېرته ړنګه شوه.))
پاکستانی ليکوال محمد تقي:((طالبانو نه يوازې افغانان وژلي او ظلمونه یې پرې کړي، بلکې هغو پاکستاني ترهګرو ته یې هم پناه ورکړې چې دلته يې ګڼ پاکستانيان په نښه کړي و.))
د پاکستان د پيپلز سياسي ګوند غړی سناتور فرحت الله بابر:((د قاتلو طالبانو په اړه دا ډول صفتونه له پوهې څخه بهر کار دى.))
د عوامي نېشنل ګوند پخوانۍ غړې بشرى ګوهر:((خواجه اصف کوم شرم او حيا نه لري…))

Share this page to Telegram

Comments