د خوب او خوراک تر منځ توازن

comments 0

1 Views

دوه شيان په بشپړه توګه د انسان په واک کي دي لکه خوب او خوراک. خوب: کولای سي چي يو څوک د هري ورځي په تېرېدلو سره په کراره کراره خپل خوب کم يا ډېر کړي، هغه داسي؛ چي هر څوساعته چي موږ خوب کوو هره شپه لس لس دقيقې ورباندي ډېري او يا کمي کړو او داسي ويښونکې آله ځان ته کښېږدو چي پر ټاکلي وخت مو راکښېنوي، نو نزدې په يوه ونۍ کي زموږ يو ساعت خوب کم يا ډېرېږي. او که چېري يو انسان شل ورځي يا مياشت په پرله پسې توګه پر يووخت را کښېني نو بيا يې عادت د را ويښېدلو پر هغه وخت عيارېږي چي را ويښونکي آله يا ساعت ته اړتيا نه وي. معمول هره شپه موږ اووه يا اته ساعته خوب کوو يا په بله مانا چي اړتيا ورته لرو، اما اوس سائنس پوهانو دا معلومه کړې چي انسان عموما په ۲۴ ساعتونو کي. درې ساعته عميق خوب ته اړتيا لري. هغه درې ساعته څوک په لسو ساعتونو کي هم نه سي برابرولای، څوک يې بيا په شپږو يا اووو ساعتونو کي او ځني کسان خو يې په درو يا څلورو ساعتونو کي په لاس راوړلای سي. عميق يا ډوب خوب څنګه وي؟ هغه خوب داسي وي چي انسان داسي په خوب کي ډوب سوی وي چي کله راکښېني وخت يې له ذهنه وتلی وي چي دا اوس ورځ ده که سهار دی، اوکله داسي وي چي ګمان کوي لمر به راختلی وي اما هغه سهار سوی لا نه وي. خوراک انسان الله پاک هو بهو د نړۍ په رنګه جوړ کړی دی په ځينو صفتونو کي، يو له هغو څخه دادی چي نړۍ درې برخي اوبه او يوه حصه وچه ده، انسان هم پنځه اويا په سلو کي اوبه ته اړتيا لري او پنځه ويشت په سلو کي غذا ته، چي درې حصې اوبه او يوه حصه وچه تشکيلوي. پر نړۍ باندي موسمونه راځي، دغه رنګه پر انسان باندي هم مختلف وختونه را ځي لکه نوې ځواني، ځواني، پخه ځواني او زوړوالی. دلته زموږ بحث د خوراک تر عنوان لاندي دی نو اصلي مطلب ته راځو. د ټولو انسانانو طبيعتونه، شکلونه، رنګونه، پوهه، استعدادونه، د خوراک طريقه او اندازه توپيرونه لري، څوک لږ خوراک کوي، څوک ډېر خوراک کوي، څوک وږی سي بيا خوراک کوي، څوک لوږی نه لري يا ډېره کمه وي بيا هم خوراک کوي، څوک د خپلي اندازې څخه زيات خوراک کوي او څوک هرومرو درې وخته خوراک کوي، که وږی وي که موړ وي، اوس سوال دا پيدا کېږي چي څنګه او څونده خوراک وکړو چي زموږ بدن او د بدن اړتياوي بشپړي وي؟ اوله داخبره ده چي ښه خوراک انتخاب کړو او په خوراک کي برابروالی راوړل سي، لکه غوښه يوه اندازه سبزجات دوې اندازې مېوه او مائيات درې اندازې، او دهر وخت خوراک لږ تر لږه په مياشت کي يو وار تبادله سي، لکه ځني خواړه د سهار د وخت د شپې د خوراک سره او ځني د ورځني خوراکونو څخه د شپې سره واړول سي. مهيمه خبره داده چي معده په بشپړه توګه بايد د خوړو څخه ډکه نسي، نيم خامه او سخت خواړه وجود ته د ګټي په پرتله نقصان ډېر رسوي، د ډېرو ناروغيو لاملونه ډېر خوراک او سخت خواړه دي. موږ بايد خپلو بدني حرکاتو ته فکر وکړو چي په ورځ کي څونده اندازه ځان ستړی کوو او څومره کالريز د لاسه ورکولای سو نو په هغه اندازه خوراک وکړو. د معدې تخليق الله تعالی داسي کړی چي هره اندازه يې انسان جوړولای سي، د بېلګي په توګه که انسان په لږ خوراک ځان عادت کړي نو معده ورسره هغه رنګه عيارېږي، که چېري په ډېر خوراک ځان عادت کړي نو بيا د دوو مسئلو سره مخ کېږي. بايد دومره بدني حرکات ولري چي ټوله په هظم ورسوي او اضافه چربي يا وازګه په وجود کي ډېره نه سي، که نه نو د ډېر خوراک سره نقصانونه ډېر ده لکه بېځايه وجود غټېدل د نس لويوالۍ د بغلونو ډبل والۍ د وخت په تېرېدو سره د زړه په والونو کي غوړ پيدا کېدل، شکره يا د پښتورګي ډبري پيدا کېدل او داسي نوري مريضۍ.

Share this page to Telegram

Comments