د خلیلزاد هڅې له ستاینې سره مخ دي

comments 0

21 Views

هندوکش – کابل: مخکیني ولسمشر حامد کرزي د افغان سولې په تړاو د امریکا وروستۍ هڅې ستایلي دي.
حامد کرزي د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زملي خلیل زاد سره کتلي او د سولې په تړاو یې خبرې کړي دي.
کرزي ویلي، افغانان خپلواک، متحد او د سولې خاوند افغانستان غواړي او د هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او د خلکو ترمنځ د یووالي لامل کېږي.
دغه راز کرزي له خلیل زاد څخه د پیاوړي او پېژندل شوي شخصیت په توګه یادونه کړې او د امریکا لخوا د افغان سولې پروسې لپاره د ده ټاکنه نیک اقدام بولي.
خلیلزاد له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب او له جهادي رهبر استاد سیاف سره هم لیدلي دي.
د کابل له سفر وروسته خلیلزاد اسلام اباد ته رسیدلی چې له پاکستاني چارواکو سره په افغان سوله خبرې وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments