د خاشقجي قضیه لا نه ده بشپړه

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: راپورونه وایي، سي آی ای لا د خاشقجي قضیه نه ده بشپړه کړې.
ډونالډ ټرمپ وايي د استخباراتي ادارو څیړنې لا دوام لري او کارونه یې لا پای ته نه دي رسیدلي.
سي آی ای تیره اونۍ په یوه خبر پاڼه کې د سعودي شهزاده محمد بن سلمان په مستقیم ډول ملامته کړ چې د وژنې امر یې کړی دی.
سي آی ای او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم وايي چې دا قضیه نور اړخونه هم لري چې تر اوسه نه دي سپړل شوي.
سعودي تر اوسه د سي آی ای ددې څیړنو په تړاو څه نه وايي خو د شهزاد محمد بن سلمان په تړاو مخکیني راپورونه یې رد کړي وو.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments