د خاشقجي زامن د خپل پلار جسد له سعودي غواړي

comments 0

5 Views

هندوکش – ترکیه: د وژل شوي عربي ژورنالست جمال خاشقجي زامن له سعودي مشرانو غواړي چې د هغه جسد ورکړي چې خاورو ته یې وسپاري.
له سي ان ان تلویزیون سره په مرکه کې صالح او عبدالله خاشقجي وویل د خپل پلار د جسد له ترلاسه کولو وړاندې د هغه د جنازې او تدفین مراسم نشي ادا کولای.
د خاشقجي زامن وايي، غواړي چې د هغه جسد په مدینه کې خاورې ته وسپاري او باید ددې کار اجازه ورکړل شي.
د خاشقجي د مرموزې وژنې له یوې میاشتې زیاته موده واوښته خو تر اوسه یې په تړاو هیچا څرګند دریځ نه دی ورکړی.
جمال خاشقجي د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لپاره مقالې لیکلې چې تل به د سعودي حکومت پر ضد وې.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments