د حکمتیار د مرکې ځواب / بریالې ویاړ

comments 0

0 Views

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره شپه له طلوع نیوز سره مرکه درلودله او په دې مرکه کې یې ډیرې داسې خبرې وکړې چې د ملي حاکمیت او ملي ګټو سره په ټکر کې وې.
دلته یې د حکمتیار مهم خبرې را اخلو او ځواب یې وایو
۱ حکمتیار وایي،طالبان یو تازه حرکت دی او حزب اسلامي پنځوس کلنه مخینه لري، خو زه وایم حکمتیار او طالبان له یو ادرس (پاکستان) څخه تغذیه کیدل او کیږي چې هدف د دواړو د نظامونو او افغانستان ړنګول دي.
۲ حکمتیار ویلي، موږ خپلو پلویانو ته ویلي و چې بهرنیو ځواکونو باندې بریدونه وکړئ او داخلي عسکرو سره کار مه لرئ، خو طالبانو بیا بهرنیو باندې بریدونه نه کول، کورنیو ځواکونو باندې یې بریدونه کول، خو زه وایم حکمتیار چې کابل په داخلي جنګونو ۶۰زره کسان ووژل، ایا هغه شورویان و، په کونړ، تګاب، میدان وردګ او بغلان کې یې چې سرتېري وژلي و، ایا هغه امریکایان و.
۳ حکمتیار ویلی، موږ به داسې حکومت رامنځ ته کړو چې ضرورت به نه وي چې سندرغاړې په غازي ستیدیوم کې کنسرت وکړي او یوه ورځبه نغمه هم د سندرو پر ځای ووايي چې سنګر ته ځم، خو زه وایم چې نه خلک د مجاهدینو نظام ته ورګرځي او نه د طالبانو، هنر اوس د افغانانو په وجود کې ځای نیولی او هیڅکله حاضر نه دي چې پرته له موسیقۍ او هنر ژوند وکړي.
۴ حکمتیار ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې ځکه وځنډیدې چې ټرمپ تر فشار لاندې و او دا فشار د هغو جهتونو له لوري و چې افغانستان کې د جګړې د دوام او بهرنیو ځواکونو د حضور سره موافق دي، خو زه وایم چې دا ټول د ولسمشر غني فشارونه و، ځکه په دې خبرو کې پلان دا و چې جمهوریت به له منځه ځي او یو ځل بیا به داسې نظام رامنځ ته کیږي چې افغانان تېرو تیارو ته وګرځوي.
۵ حکمتیار ویلي، طالبان د پاکستان د لاس اله نه ده او د پاکستان له انحصار وتلي، خو زه وایم چې ته تر پآکستاني چارواکو ډیر مالومات لري چې هغوی وایي طالبانو باندې زموږ پوره نفوذ دی.
۶ حکمتیار ویلي، طالبان له ځآن، خاورې او بهرني اشغال څخه د افغانستان د ازادۍ لپاره جګړه کوي، او دا جهاد دی، خو زه وایم چې ایا د افغانانو وژل کیدل ازادي اخیستل او د اشغال پرضد جګړه ده، ایا د طالبانو جګړه له افغانانو سره نه ده چې ته ورته جهاد وایي؟
۷ حکمتیار ویلي، موږ په ټاکنو باور نه لرو چې شفافیت به وي او عادلانه ټاکنې به ترسره کړي، ځکه زموږ غوښتنې ټاکنو کمېسیون نه دي ځواب کړي، خو زه وایم چې که ټاکنې شفافه نه وي، بیا ولې دې ځان نوماند کو، خو تحریم کړی به دې وی.
۸ حکمتیار ویلي، ای ایس ای د افغانانو دښمنان نه دي، پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه نشته، دیني مدرسې د افراطیت لپاره نه کاریږي. خو هر طالب، داعش او بل ترهګر چې نیول شوی دی، دا یې ویلي چې له ډيورنډ کرښې هاخوا غاړې څخه افغانستان ته راغلی دی.
حکمتیار په مناظره او خبرو کې دا ښکاره وه چې د پآکستان له ګټو یې دفاع کوله او په ښکاره یې اوسنی نظام مخالفت کو، د سرتېرو قربانۍ یې د پيسو لپاره یادولې او د طالبانو جګړه یې جهاد باله.
حکمتیار خوله کې پردۍ ژبه ده، خپل ټول جنایتونه نه مني، د طالبانو اوسنیو جنایتونو ته پرتوګ ګنډي او هغه خلک بې عقل او بې ضمیره ګڼې چې د اوسني نظام ملاتړ کوي.

Share this page to Telegram

Comments