د حقاني شبکې یو مهم قوماندان قاري برهان ووژل شو

comments 0

8 Views

هندوکش ــ کابل: د ملي دفاع وزارت په بیان کې چې پرون د اکټوبر په ۲۵مه خپور شوی، ویل شوي چې د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د حقاني شبکې یو مهم قوماندان قاري برهان وژل شوی دی.
د ملي دفاع وزارت ویلي چې قاري برهان د یوې خطرناکې ترورېستي کړۍ مشر و.
دغه وزارت ویلي چې قاري برهان د جمهوریت روغتون مخې ته د برید طرحه جوړه کړې وه.
هغه وخت د کابل ښار د صدرات پر څلور لاري کې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ په ۲۷مه په بمي چاودنه کې تر ۳۰۰ زیات وګړي مړه او زخمیان شوې وو.
د ملي دفاع وزارت ویلي چې قاري برهان د حقاني شبکې له لویو قوماندانانو و.
دغه قوماندان د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې وژل شویدی.
د دفاع وزارت په وینا، قاري برهان په لوګر کې د وسله والو طالبانو د پوځي کمېسيون مشري کوله او په غزني او لوګر کې یې د القاعده شبکې د انتحاریانو او نورو ترورېستانو د فعالیت زمینه برابروله.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments