د حقاني شبکې انجنیر وژل شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په منګړېتۍ سیمه کې د طالبانو دحقاني شبکې د ماین جوړولو ماهر پیوندا وژل شوی، او دوه ملګري یې ټپیان دي.
برمل کې د ملي اردو د لومړي کنډک قوماندان محمد ایوب میرویسي وایي، پیوندا د ولایت په کچه د ماین جوړولو ماهر وو، چې د دوشنبې په مازیګر خپل ماین چاودنه پرې وکړه.
د محمد ایوب په خبره نوموړي به ماینونه په برمل سربیره ګاونډیو ولسوالیو ته هم لېږل، او د افغان ځواکونو پرضد به یې استعمالول.
دا کس په ماین جوړونه او خښوولو کې ډير ماهر و او ډیر کله یې ماینونه پر ملکي وګړو چاودلي چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments