د حزب اسلامي 75 نور بندیان له بنده آزاد شول

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغان حکومت او حزب اسلامي سولې موافقې سره سم د یاد حزب ۷۵ غړي له بنده آزاد شول.
د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب‎اسلامي وايي، دغه بندیان د افغان حکومت او حزب‎اسلامي ترمنځ د سولې د توافق‎نامې له مخې له زندانه خوشې شول.
د حزب اسلامي یوه ویاند نادر افغان د څرخي پله له زندانه د دغو بندیانو د خوشې کېدو پر مهال رسنیو ته وویل، سره له دې چې د حزب‎اسلامي د ۲۰۰ بندیانو د خوشې کېدو موافقه شوې، خو د ځینو ستونزو له امله دغه شمېر ۷۵ ته راټیټه شوه.
نوموړې وویل: تاسې ته ښه معلومه ده چې د افغان حکومت او حزب‎اسلامي ترمنځ د توافق‎نامې له‎مخې باید په دوو میاشتو کې د حزب‎اسلامي ۲۰۰ بندیان خوشي شوې واې، خو له بده مرغه په حکومت کې دننه ځینې ستونزې شته او ځینې کړۍ هم له زندانونو څخه د حزب‎اسلامي د بندیانو د خوشې کېدو خنډ کېږي، ځينې دفتري ستونزې هم شته چې له مخې دغه پروسه په سستۍ سره پر مخ ځي.”
د یاد حزب په وینا، د افغانستان په زندانونو کې د دوی ۲۵۰۰ کسان بنديان دي او باید خوشې شي.
بل‎خوا د دې حزب د بنديانو د خوشې کېدلو د کمېسیون غړی عتیق الله صافي رسنیو ته وويل چې د پنجشنبې په ورځ د دې حزب یوازې ۶۴ تنه بنديان له زندانه خوشې شوي او لس تنه نور اوس هم بندیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او حزب اسلامي هڅه کوي په دقت سره کار مخته ولار شي او باید تفکيک شي چې دغه کسان په رښتیا هم د حزب‎اسلامي پورې اړوند دي او کنه؟
یاده دی وي چې د ملي یووالي حکومت رامنځته کیدو سره سم حزب اسلامې د سولې پروسې هڅو په نتیجه کې حکومت سره یوځاې شو او د حکومت قوانینو ته یې غاړه نرمه کړه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply