د حزب اسلامي یو غړی په پيښور کې ترور شوی دی

comments 0

0 Views

هندوکش ـ پښتونخواه: په پيښور کې د حزب اسلامي يو مهم غړی د سهار د لمانځه پر مهال د ناپيژاندو وسله والو له لوري ترور شوی دی.
هندوکش ته يوې باوري سرچينې وويل چې د حزب د مشر ګلبدين حکمتيار پر پخواني سکرتر او راز دار حاجي فريد باندې هغه وخت ډزې وشوې چې لمانځه ته پر لاره وو.
نوموړي د پيښور ښارپه تاج اباد نومې سيمه کې ژوند کاوو.
ياده دې وي چې تر دې مخکې د پاکستان استخباراتي ادارې ته اړوندو کسانو ډيری هغه طالب مشران هم ترور کړي دي چې يا د سولې لېوال وو او يا يي نه غوښتل په افغانستان کې طالبان پاکستانۍ اجنډاوې ولري.
اوس اوس شنونکي او د حزب اسلامي غړي وايي چې تر سولې وروسته په پاکستان کې دوی ته ګواښونه ډير شوي دي.
د حزب يو غړي له هندوکش سره د حاجي فريد د ترور د تاييد تر څنګ نوموړي په خپلو افرادو غږ وکړ چې نور دې له پيښوره خپل هیواد ته را ستانه شي ځکه هلته به دوی هيڅکله خوندي نه وي.

عزت الله ټپان

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply