د حاصلاتو صادرات زیات شوي

comments 0

1682 Views

هندوکش – کابل: تیر کال د کرنیزو محصولاتو صادرات ۳۰ سلنه لوړ شوي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وایي، تېر کال افغانستان د ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت کرنیز محصولات صادر کړي دي.
درانی وایي، د هوا له لارې هندوستان، قزاقستان او متحده عربي اماراتو ته د صادراتو پیلېدل د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په بهیر کې مرسته کړې ده.
د کرنې وزیر وایي، مني چې د صادراتو برخه کې ننګونې او خنډونه شته، خو هڅه کوي چې مناسبې حل لارې ورته پیدا کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments