د جګړې ۱۷ کاله پوره شول

comments 0

72 Views

هندوکش ـ کابل: په افغانستان د امریکا پوځي برید اوه لس کاله پوره شول.
د دوه زره یو کال د اکتوبر په اومه نیټه امریکا په افغانستان کې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات پیل کړل او ځواکونو یې د طالبانو پر ضد جګړه پیل کړه.
دغه جګړه وخت ناوخت له حساسو پړاوونو تیره شوې، د طالبانو د رهبرۍ په کچه مهم غړي وژل شوي، زندانونو ته لیږل شوي ، د طالبانو مالي ملاتړ چې القاعده کاوه مشر یې په پاکستان کې ووژل شو.
خو د اولس کلونو په تیریدو جګړه کابو نه شوه ، طالبان پیاوړي شول ان تر دې چې ځيني ولایتونه یې سقوط هم کړل .
د زرګونو بهرنیو او سلګونو زرو افغان امنیتي ځواکونو په موجودیت کې لا هم طالبان د افغان او بهرنیو عسکرو په وړاندې مقاومت کوي او لسګونه ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي.
د ورکړل شویو مالوماتو له مخې لا هم د افغانستان په نږدې نیمايي خاوره طالبان واکمني کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments