د جګړې له بندیانو سره توپيري چلند / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

لکه مخکې لیکنې کې مې اشاره ورته وکړه، طالبان چې کله افغان ځواکونه تر محاصرې وروسته ونیسي، ځای په ځای یې په شهادت رسوي او د هیڅ چانس نه ورکوي چې ژوند وکړي او یا یې له کورنۍ سره خبرې وکړي.
دا کومه نوې او د تعجب وړ خبره هم نه ده، ځکه د طالبانو جنایتونه ټولو ته مالوم دي او له جګړې یې هدف همدا دی چې د افغان ځواکونو بنسټونه جوړ نه شي.
طالب په دې پوهیږي چې که افغان ځواکونه د بندیانو په توګه وساتي، نو کمانډو ځواکونه یې ترې بیرته خوشې کوي، تاسو به لیدلي او اوریدلي وي چې یواځې سږ کال د طالبانو لس زندانونه مات شول او سلګونه افغان سرتېري ترې راخوشې شول.
خو له طالب سره په لوی توپير افغان ځواکونه چې بیا کله طالبان محاصره کړي او تسلیم شي، روغ رمټ یې مرکزونو ته رسوي او له هغه ځایه یې بیا محاکمو او زندانونو ته لیږي.
زرګونه طالبان همدا اوس په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي، طالبانو سره د سیاسي بندیانو چلند کیږي، زندانونو کې ورته بیلابیلې اسانتیاوې شته چې ښه ساعت یې پکې تېر وي.
افغان حکومت، عدلي او قضایي ارګانونه دا کار د انساني همدردۍ او بشر حقونو ته په درناوي کوي، اسلام هم ویلي چې له بندي سره دې سم چلند وشي، نو له همدې کبله د طالبانو زندانیان بند خونو داسې ژوند لري چې کورونو کې یې هم نه لري.
طالب زندانیانو لپاره بندخونو کې مدرسې شته چې خپل استادان لري او د بندخونو مسوولین ورته کتاب او قران کریم اسانتیاوې برابرې کړي دي.
د مدرسو تر څنګ د طالب زندانیانو لپاره په بندخونو کې کمپوټر لب او د حرفوي زده کړو مرکزونه جوړ شي او هر څوک کولی شي د زندان موده کې د عصري او دیني زده کړو تر څنګ حرفوي کار هم زده کړي چې کولی شي له زندان څخه په خوشې کیدو عادي ژوند پیل او له دې درکه پيسې پيدا کړي.
که تاسو ځینو زندانونو ته لاړ شئ او وګورئ چې طالب سیاسي بندیانو ته څومره اسانتیاوې شته، هیڅ فکر به مو کله نه وي کړی چې دومره اسانتیاوې څنګه د یو داسې ډلې لپاره شته چې نه په خپل ځان رحم کوي او نه په بل چا.
خو دا هر څه د بشر حقونو او بشر دوستې له مخې کیږي، خو له دې سره ـ سره بیا هم ځینې وخت طالب زندانیان اعتصاب کوي او د ولسمشر په فرمانونو کې امتیاز غواړي چې یا یې د بند موده کمه شي او یا له زندان ازاد شي.
تاسو ولیدل چې د لوی مشورتي جرګې په غوښتنه ولسمشر محمد اشرف غني د اختر مخکې ۷۵۰ زندانیان ازاد کړل، دا کار ولسمشر د ښه نیت له مخې وکړ چې د سولې پروسه کې همکاري وکړي.
خو طالبانو له دې ټولو سره ـ سره بیا ښار ته لوی بمونه دننه کړل او سلګونه کورنۍ یې د ویر په ټغر کینولې.
دا هر څه مې دلته ځکه یاد کړل چې د طالب اسلام او ایمان هم خلکو ته مالوم دی او د حکومت هم، د طالب جنایتونه ښکاره دي چې غیرې مسلم به هم داسې کارونه و نه کړي، لکه څنګه یې چې طالب کوي.

Share this page to Telegram

Comments